ډاکټر عبدالله د آغاخان بنسټ له سفيرې سره وکتل
کابل / د چنګاښ ۹مه / باختر
د ملي مصالحې عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله تېرماښام د آغاخان بنسټ له سفيرې مېرمن شهرزاد هيرجي سره په کابل کې په خپل استوګنځي کې وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د سولې بهير د وروستيو بدلونونو او د جګړې او تاوتريخوالي د زياتوالي د ناوړو پايلو او د آغاخان بنسټ د پراخو او رغنده فعاليتونو په اړوند خبرې وکړې.
ختم-ج- ا