ډاکټر عبدالباري عمر: د روان کال له پیل څخه تر اوسه، په هېواد کې شاوخوا ۸۳۶ ټنه خوراکي توکي او درمل هدر شوي دي
کابل، د سلواغې ۲۵مه، باختر
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر، نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د روان کال له پیل څخه تر اوسه پورې، دغه ادارې د هېواد په مرکز او لایتونو کې شاوخوا ۸۳۶ ټنه خوراکي توکي او درمل هدر کړي دي؛ په داسې کال کې چې په تېر مالي کال کې د هېواد په کچه ۱۶۵۰ ټنه خوراکي توکي او درمل هدر شوي وو. که څه هم عمر د یادو تاریخ تېر، بې کیفیته او غیر معیاري توکو او درملو دقیق ارزښت په ډاګه نکړ؛ خو ویې ویل چې ښايي د هغو مجموعي ارزښت میلیونونو ډالرو ته ورسېږي.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په غونډه کې ډاکټر عبدالباري عمر، د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې په اړه معلومات ورکړل او په تېرو دوو کلونو کې یې د دې ادارې مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې شریکې کړې.
هغه وویل چې د تېرې ادارې مسئولینو په میلیونو ډالرو سره، و نه توانیدل چې د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره فعاله کړي او په دې برخه کې ډېرې نیمګړتیاوې موجودې وې؛ خو د اسلامي امارت په راتګ او د مشرانو په هڅو سره، اوسمهال دغه اداره د هېواد په ټولو ولایتونو کې مستقلې ادارې لري.
ډاکټر عمر، په هېواد کې د غذايي مصئونیت پر ارزښت ټینګار وکړ او ويې ویل چې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د روان کال په بهیر کې اووه لابراتوارونه په هېواد کې فعال کړي دي.
هغه، په هېواد کې د اشغالګرو شتون او د هغوی له خوا د کیمیاوي وسلو او توکو کارول، په تېره اداره کې خوړو او درملو ته نه پاملرنه او د مافیايي کړیو واکمني هغه عوامل یاد کړل چې په هېواد کې غذايي خوندیتوب یې له ننګونې سره مخ کړی دی؛ خو ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت په ځانګړې توګه د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې ته د هېوادوالو روغتیا او غذايي مصئونیت ډېره ارزښناکه موضوع ده او په دې لاره کې به هڅې وکړي، ترڅو په نږدې کلونو کې هېوادوال وکولای شي خوندي خواړه او درملو ته لاسرسي پیدا کړي.
ډاکټر عبدالباري عمر پر سوداګرو او د تولیدي شرکتونو پر مسئولینو غږ وکړ چې هېواد ته با کیفیته او په معیارونو برابر خواړه او درمل تولید او وارد کړي او د هېواد بازارونو ته دې د قاچاقي، بې کیفیته او غیر معیاري خواړه او درملو له واردولو ډډه وکړي.
عمر همدا رنګه، له هېوادوالو څخه وغوښتل چې د هېواد بازارونو ته د قاچاقي، بې کیفیته او غیر معیاري خواړه او درملو په راټولولو کې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، نن هم په کابل ښار کې څه د پاسه ۲۰ ټنه تاریخ تېر، بې کيفيته او غیر معیاري خوراکي توکي او درمل چې شاوخوا ۴۰۰ قلمه کېږي؛ لمنځه یوړل. دغه توکي د تېرو درېیو مياشتو په بهير کې، له کابل ښار او اړوندو ناحیو څخه راټول کړای شوي وو.