ډاکټر عبدالباري عمر، د افغانستان او ترکمنستان د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

کابل، د لېندۍ ۱۴مه، باختر
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر او مل پلاوي ترکمنستان سفر کړی او هلته یې د ترکمنستان برېښنا شرکت له رئیس دوردي الیاسوف، د ټاپ پروژې له رئیس مراد آرتیکوف او یو شمېر نورو مسئولینو سره کتلي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې له ترکمن لوري سره د ټاپ پروژې او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.
ډاکټر عمر په خپلو خبرو کې، د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه د افغانستان او ترکمنستان د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او له افغانستان سره یې د ترکمن لوري همکارۍ ستایلې دي.
ټاکل شوې د دغه سفر په بهیر کې، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ۲۰۲۵ زیږدیز کال لپاره د برېښنا پېرلو تړون هم لاسلیک شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته