ډاکټر زلمي رسول له علي اکبر صالحي سره وکتل

کابل-باختر د ثور دمياشتې۲۴ مه
د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول تېرماښام د سعودي عربستان په جدې ښار کې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر علي اکبر صالحي سره وکتل.
د بهرنيوچارو وزارت باخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د فراه ولایت په پوله کې د ایران د پوله ساتو ځواکونو له لوري د افغان کارګرانو د وژنې او ټپي کیدو مساله مطرح کړه او هغه نه یې د دغه ډول پیښو د جدي مخنیوي غوښتنه وکړه.
علي اکبر صالحي د دغې پیښې په اړه د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل چې د موضوع څیړنه به وکړي. دى د دواړو هیوادونو د ولسونو ترمنځ ملګرتیا او ورورولي مهمه وګڼله او ټینګار یې وکړ چې د ایران دولت به د دغه ډول پیښو د مخنیوي په موخه اقدامات ترلاس لاندې ونیسي.
ډاکټر زلمی رسول همدا اوس د سعودي عربستان د حکومت په بلنه د سعودي عربستان په شاهي هېواد کې په دوه اړخیز سفر بوخت دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته