کابل باختردزمري دمياشت١٥نيټه :
يوشمېر ځوانانو نن د يوې غونډې په ترڅ کې د جمهور رئيس له پاليسو او کړو وړو په ځانګړې توګه له وسله والو مخالفينو سره د سولې له بهيرڅخه خپل ملاتړاعلام کړ.
د باختر آژانس د خبریال د خبر له مخې:
په دې غونډه کې لومړى د پکتيکا ولايت د متحدې شورا رئيس انجنير شيراحمد فيضي خبرې وکړې او په ټول هېواد کې يې د ځوانانو په اتحاد او يووالي ټينګار وکړ.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين ډاکترکمال سادات خبرې وکړې او ويې ويل: په افغانستان کې د څو لسيزو جګړو یو عامل په سوله او جګړه کې د سمې پاليسۍ نشتوالی و او د زورواکو شتون هم په هېواد کې د جګړې د رامنځته کولو انګيزه ورکوونکی دی.
ده وويل: اوس د هېواد جمهور رئيس هم د جګړې او هم د سولې په برخه کې د زورواکو او غاصبانو په لرې کولوکې په تدبير سره عمل کوي او ځوانان باید په اتحاد سره د جمهور رئيس ملاتړ وکړي.
دغه رازپه دې غونډه کې محمد کبير ضمير او اختر زمان د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او له ځوانانو څخه يې وغوښتل چې له جګړې او فساد څخه د خلاصۍ او د آرامه راتلوونکي لپاره په اتفاق او يو والي سره د هېواد د جمهور رئيس ترڅنګ ودريږي.
پاى ذکرالله
1 1 دقیقه لوستل