فرهنګ

ډاکتر کمال سادات : ځوانان دې دهېواد په پرمختګ او ترقۍ کې کارنده ونده واخلي .

کابل باختر د تلي دوه ويشتمه :
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات  نن درې تنه ښحينه ژورناليستانې  چې دهېواد په بېلابېلو  ولايتونوکې رسانه يي فعاليتونه لري وستايلې .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دځوانانو دچارو معين دهرات ، کندز او دبلخ دولايتونو دسيمه ئيزو رسنيو له ژورناليستانو  نقيبې  بارکزي ،   سميرا شريفي او راضيې محمدي سره په کتنه کې  د هغوى دفعاليتونو له امله قدرداني وکړه او هغوى يې وستايلې .
دغه راز دځوانانو دچارو معين په دې کتنه کې له ټولو ځوانانو څخه وغوښتل چې دهېواد په ترقۍ او پرمختګ کې کارنده  ونډه واخلي .
له بلې خوا هم نقيبې بارکزي  دځوانانو دچارو دمعينيت له مشرتابه څخه دمننې په ترڅ کې  څرګنده کړه چې خلکو او ټولنې ته دخدمت او دغه راز دهېواد دابادى په لاره کې به پرله پسې هڅه وکړي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته