ټولنه

ډاکتر کمال سادات له ځوانانو څخه وغوښتل چې دسولې په بهير کې دې مسوولانه ونډه واخلي .

کابل باختر دسلواغې شپاړلسمه :
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعين ډاکتر کمال سادات په شتون نن  دکابل ولايت دقره باغ په ولسوالۍ کې دسولې په بهير کې دځوانانو درول په اړوند يوه غونډه جوړه شوه
دباختراژانس دخبرله مخې،  په دې غونډه کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارودمعينيت له خوا دکابل ولايت دقره باغ  په ولسوالۍ کې جوړه شوه دسولې په  بهير کې  دځوانانو درول  په اړوند خبرې وشوې .
په دې غونډه کې ډاکتر کمال سادات په هېواد کې دسولې په تامينولو  کې دافغان ځوانانو رول ارزښتناک وباله او ويې ويل  چې په هېواد کې په څه دپاسه څلورولسيزو  جګړو کې مو خپل زيات شمير ځوانان له لاسه ورکړي دي
ده څرګنده کړه له همدې امله موږ ولايت دولايت ولسوالۍ په ولسوالۍ  او کوڅه  په کوڅه   ګرځوو او په هېواد  کې دسراسري  سولې  دتامينولو په خاطر کارکوو
دځوانانو دچارو معين له ځوانانو څخه وغوښتل چې دسولې دتامينولو په لاره کې دې په مسوولانه ډول کار وکړي او دغه راز له عالمانو څخه يې وغوښتل چې دجوماتونو دمنبرونو له لارې دې داسلام دمبين دين دلارښوونو او دعظيم اشان
قران دحکمونو په رڼا کې دسولې پيغام مخالفانو ته ورسوي
دغه راز په دې غونډه کې دقره باغ ولسوال محمد حنيف صديقي خبرې وکړې او له ځوانانو څخه يې وغوښتل چې په هېواد کې  دسولې دتامينولو  په لاره کې هڅه وکړي او دسولې په تامينولو کې يې ددغې ولسوالۍ  دځوانانو ونډه مهمه وبلله
دغه راز دقره باغ ولسوالۍ يوشمير ځوانانو په خپلو خبرو کې  په هېواد کې دسولې دتامينولو په لاره کې دخپلو هڅو ډاډ ورکړ او دسولې په تامينولو کې يې دځوانانو رول مهم وباله .
  ختم- عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته