کابل باختر د مرغومي پنځه ويشتمه :
دافغانستان دژورناليستانو فدراسيون يو شمير استازو نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له سرپرست ډاکتر کمال سادات سره په کتنه کې درسنيو په عالي شورا کې ددغه مرکز داستازې دشتون غوښتنه وکړه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، دکتنې په پيل کې دافغانستان د ژورناليستانو دفدراسيون مسوولينو فهيم دشتي او ضيا بوميا خبرې وکړې او ويې ويل دغه فدراسيون د اوولسو ژورنالستيکي مرکزونو څخه جوړ شوى دى . او دغه مرکز د دې غوښتنه کوي نور مرکزونه چې په دې برخه کې کار کوي له دغه فدراسيون سره يو ځاى شي . او دازادو انتخاباتو له لارې دې خپله استازى درسنيو عالي شورا ته معرفي کړي . هغوى دغه راز له هغه صندوق سره چې دجمهوري رياست د دويم مرستيال له خوا يې مديريت کيږي دژورناليستانو د ملاتړ له صندوق سره ديو ځاى کيدو غوښتنه وکړه وروسته داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات خبرې وکړې او ويې ويل چې درسنيو کارکوونکي دخلکو او ټولنې سترګې دي . او هغوى په اوسنيو سختو شرايطو کې ستر رسالت لري .
ده دغه راز وويل چې درسنيو دمرکزونو ترمنځ د همغږي درامنځته کولو په مقصد درسنيو دکارکوونکو له تجربو څخه استفاده دکار په لارښود کې دى .
او دهغه له مخې درسنيو کارکوونکو ته په هېواد اوبهر کې دزده کړې فرصتونه برابريږي .
ده وويل د رسنيو دعالي شورا غړي يوازې په مرکز تمرکز و نه لري درسنيو کورنۍ په ستر افغانستان کې او بايد ولايتونو ته سفر وکړي . او درسنيو دکارکوونکو ستونزې په ولايتونوکې مشخصې کړي . تر څو وڅيړل شي
0 1 دقیقه لوستل