ډاکتر کمال سادات : خلکو په تيره بيا دځوانانو يوه ډيره ستره اړتيا سوله ده .
کابل باختر دوږي يو ديرشمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات نن دسولې دنړيوالې ورځې دنمانځنې په غونډه کې دسولې په بهير کې دځوانانو رول مهم وباله .
دباختراژانس دخبرله مخې ، په دې غونډه کې چې دهېواد دخصوصي لوړو زدهکړو موسسې دځوانانو داتحاديې له خوا جوړه شوې وه دځوانانو دچارو معين په خبر کې دسولې په بهير کې دځوانانو رول مهم وباله او ويې ويل چې ځوانان کولاى شي په هېواد کې دسولې په تامينولو کې کارنده او ارزښتناک رول ولري .
ده زياته کړه چې دافغانستان خلک له جګړې څخه ستړې شوې دي اوپه اوسنيو شرايطو کې دخلکو په تيره بيا دځوانانو يوه ډيره ستره اړتيا په هېواد کې سوله او تيکاو دى .
دغه راز په دې غونډه کې دهېواد پوهنتون رييس امير ګل شاهين اويوشمير نورو ويناوالو ددې تر څنګ چې دخلکو په تيره بيا دهېواد دځوانانو په ژوندانه دجګړې او ناامنۍ ناوړې اغيزې په ګوټه کړې دسولې داهميت په باره کې خبرې وکړې او ويې ويل تر هغه وخته پورې چې په هېواد کې سراسري سوله تامين نه شي هېواد به دترقۍ او پرمختګ په لور لاړ نه شي .
ختم_ عطاالله _ اکرم