ډاکتر محمد اشرف غني نن د عاشورا د ماتم په مراسموکې ګډون وکړ
کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٢
نن د ١٣٩٣ کال د لړم د مياشتې په دولسمه د دوشنبې په ورځ د عاشورا د ماتم مراسم د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني، د جمهور رييس دمرستيال قانونپوه محمد سرور دانش، دافغانستان داسلامي وحدت ګوند د مشر استاد محمدکريم خليلي او د خلکو دبېلابېلوقشرونو په ګډون د اميد سبز ښارګوټي د نبي اکرم (ص) په حسينيه او جامع جومات کې پرځاى شول.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو مراسمو کې استاد محمد سرور دانش ، د جمهور رييس محمد اشرف غني له خوا د عاشورا د پيښې د تلين له امله د افغانستان خلکوته د ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل او د لڼدو خبرو په ترڅ کې يې څرګنده کړه: له بده مرغه دغې ورځې په ځينو سيموکې ليدل کيږي چې يو شمېرکسان په غير متعارفو حرکتونو سره په متروکو او په تيغ لرونکو ځنځيرونو سره خپل بدن ټپي کوي او خپلې وينې په واټونوکې تويوي؛ موږ وړانديز کوو چې د دغه شان وينې تويولو پرځاى چې د امام حسين د پاڅون له فلسفې سره په تضادکې دي؛ را دې شي خپله وينه د امام حسين د وينې بانک ته ورکړي چې اړ هيوادوال په تېره بيا د امنيتي ځواکونو ټپيانو ورڅخه استفاده وکړي.
ده د تير حکومت او د استاد محمد کريم خليلي له خوا د امام حسين د وينې د بانک جوړول يو پرځاى، غوره او تل پاتې اقدام وباله.
ده دغه راز د عاشورا د پاڅون د فلسفې د بيانولو په ترڅ کې وويل : د عاشورا يوه ډيره مهمه فلسفه ، آزادي او آزادي غوښتنه ده.
ده زياته کړه: امام حسين په خپل د خپل پاڅون اصلي انګيزه له خوارى او ذلت څخه خلاصون بللى دى او د يزيد په شان کسانو سره ملګرتيا يې ذلت ته غاړې ايښودل بللي دي.
دجمهور رييس مرستيال دوام ورکړ: د عاشورا پاڅون يوه بله اصلي انګيزه په ټولنه کې د اصلاحاتو راوړل و. ځکه امام حسين په خپله وويل: ما د قدرت او ثروت د ترلاسه کولو لپاره پاڅون نه دى کړى؛ بلکې د مسلمه امت ترمنځ د ژورو اصلاحاتو د رامنځته کولو لپاره مې پاڅون کړى دى .
ده څرګنده کړه: د امام حسين د پاڅون يوه بله انګيزه په ټولنه کې د امنيت ټينګښت او د قانونمندۍ او ارزښتمندۍ پراخ بنسټه کول و.
ده ټينګار وکړ: د امام حسين په نظر د امنيت مفهوم د ټولنيز عدالت تامينول و. ځکه د يزيد په شان يو څوک د خلکو په برخليک واکمن شوى و او عدالت او ديني ارزښتونه يې تر پښو لاندې کړي و.
په دغو مراسمو کې دغه راز د جمهوري رياست پخواني مرستيال استادمحمدکريم خليلي عقلانيت او خردمندۍ ته د خلکو د رابللو په ترڅ کې څرګنده کړه: يوه له هغو ډيرو مهمو مسئلو څخه چې په تيرو کلونوکې رامنځته شوه او د نورو مسلمانو هيوادونو لپاره د يوې مسلمې الګو په توګه بلل کيږي؛ د امام حسين د وينې د بانک جوړول و؛ زما وړانديز دا دى چې د خلکو د نذوراتو د لګښت لپاره هم يو ميکانيزم جوړ شي چې دغه نذورات بيوزلو او کم عايدو محصلانو لپاره ولګول شي.
ده ټينګار وکړ: همدا اوس داسې کسان شته چې خپل لوست يې تعطيل کړى دى او د لګښتونو د نه لرلو په دليل يې له پوهنځي څخه تاجيل اخستى دى .