ډاکتر عبدالله عبدالله په افغانستان کې د امريکا دمتحده ايالاتوله سفير سره وکتل

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراييه رييس پرون د پنجشنبې په ورځ د سپيدار په ماڼۍ کې د خپل کار په دفترکې د افغانستان لپاره د امريکا د متحده ايالاتو له سفيرجيمزکنينګهام سره وکتل.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې دوستانه کتنه کې د ملي وحدت د حکومت په کارونوکې د پرمختګ ، د ملي وحدت د حکومت د لومړيتوبونو او د اصلاحاتو په باره کې خبرې وشوې.
د امريکا د متحده ايالاتو سفير د خپلو خبرو په دوام د افغانستان د مالي ستونزې او د دغه هيواد د بودجې د کسر د منلې د حل کولو لپاره د دغه هيواد د ژمنې خبر ورکړ او يوځل بيايې د ملي وحدت له حکومت او د هغه له لومړيتوبونو سره په ملاتړ کې د خپل هيواد ژمنه اعلام کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته