کابل باختر دلړم يوولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي چې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي په باب دخلکو دپوهې دکچې له لوړيدو سره سره دغې پديدې په هېواد کې کمښت نه دى موندلى .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، اجراييه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله دافغانستان دڅارنوالانو په څلورم سراسري کنفرانس په پاى ته رسيدونکې غونډه کې وويل : موږ په هېواد کې دښځو او اداري فساد پرخلاف له تاوتريخوالي سره په مبارزې ژمن يو .
ډاکتر عبدالله دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دکچې له امله انديښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې په تيرو پنځلسو کلونو کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي کچې کمښت نه دى موندلى په داسې حال کې چې په هېواد کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دمخنيوي په برخه کې دخلکو دپوهاوي کچه لوړه شوې ده .
ده دغه راز زياته کړه چې دښځو او اداري فساد پرخلاف تاوتريخوالي له يوبل سره مستقيمې اړيکې لري .
په دې کنفرانس کې دافغانستان لوى څارنوال محمد فريد حميدي هم خبرې وکړې او زياته يې کړه چې بايد له تاوتريخوالي او اداري فساد سره غوڅه مبارزه وشي . او ددغې پديدې پرخلاف جدي مبارزه کې نوې ژمنه وشي .
لوى څارنوال زياته کړه چې ټول قوانين ، مقررې او لايحې دې په وزيرانو شورا کې بيا وڅيړلې شي .او دښځو له نظره او دريځ څخه مطالعه شي .
لوى څارنوال په دې کنفرانس کې وويل ټولې وياړنې او مډالونه دهېواد دنومياليو نارينه و په پته دي او بايد دغه شان الګو دهېواد دميړنيو او مبارزو ښځو په نامه هم ورکړى شي په دې خاطر چې دښځو پرخلاف تاوتريخوالي کمښت ومومي بايد قوانينو ته رڼې سترګې او روح ورکړى شي . حميدي په دې کنفرانس کې دښځو پرخلاف له تاوتريخوالي سره دمبارزې په خاطر دلوى څارنوالى دمعاونيت دجوړولو خبرورکړ .
0 1 دقیقه لوستل