ډاکتر عبدالله عبدالله له حامدکرزي سره وکتل
کابل باختر دتلې دمياشتې ٢١ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن له غرمې وروسته په خپل استوګنځي کې دافغانستان له پخواني جمهوررييس حامدکرزي سره وکتل .
دچارو دادارې او د وزيرانو شورا ددارلانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ :
حامدکرزي دملي وحدت دحکومت دجوړيدو او داجرائيه رييس په توګه دډاکتر عبدالله عبدالله او د ده دمرستيالانو دټاکل کيدوله امله مبارکي وويله
او هيله يې وکړه دملي وحدت حکومت چې دافغانستان دټولو خلکو استازيتوب کوي ، وکولاى شي افغانستان دهميشنۍ سولې ، ثبات او سوکالۍ په لور رهبري کړي .
ډاکترعبدالله عبدالله د حامدکرزي دتشريف راوړلو له امله دمننې په ترڅ کې
په نازکو تاريخي شيبو کې افغانستان ته دده دکار اوخدمتونو او په سوله ييزه
توګه دقدرت دليږدونې لپاره دزمينې دبرابرولو له امله قدرداني وکړه.
ډاکتر عبدالله عبدالله ، حامدکرزى يو تجربه لرونکى او پياوړى سياستوال وباله او ژمنه يې وکړه چې داړتيا په وخت کې به دده له تجربو او سلامشورو څخه دافغانستان دخلکو د ژوندانه دښه والي په مقصد استفاده وکړي.
په مقابل کې حامدکرزي دملي وحدت دحکومت برياليتوب خپله هيله وبلله او دملي وحدت دحکومت له پروګرامونوسره يې دخپلې همکارۍ اوملاتړ ډاډ ورکړ .