ډاکتر عبدالله عبدالله : د لارې د تړل کيدوله امله د رامنځته شويو ستونزو دمخنوي لپاره بايد عملي اقدامات ترلاس لاندې ونيول شي
کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٤
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله له پيښو سره د مبارزې د دولتي عالي کميسيون له غړو سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې اجراييه رييس د کميسيون له غړو او د پيښو پرخلاف مبارزه کې د هغوى د هڅو او هاند له امله قدرداني وکړه او لارښوونه يې وکړه: دې ته په پاملرنې سره چې په هيوادکې د ژمى فصل را روان دى او د پيښو د رامنځته کيدو احتمال زيات شوى دى؛ کميسيون دې بايد په ښه چمتوالي سره خلکو ته د مرستې رسولو او د پيښو څيړنې ته تيارى ولري.
وروسته له پيښو سره د مبارزې د تيارى د ملي ادارې د لوى رياست سرپرست ډاکتر محمد دايم کاکړ د دغې ادارې د کړنو په باب يو لنډ رپوټ وړاندې کړ او وروسته د دغې ادارې مسوولينو د بيړنيو پيښو او له دې امله د سر د اوښتى زيان رپوټ او دغه راز د دغه بنسټ د مالي حالت رپوټ غونډې ته وړاندې کړ.
د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت سرپرست او له پيښو سره د مبارزې د ملي کميټې مرستيال ويس برمک د دغه کميسيون د کړنو د څرنګوالي او له نړيوالو سازمانونو سره د همکارى په اړوند يو مفصل رپوټ وړاندې کړ او د کميسيون د کار د دوام غوښتنه يې وکړه.
برمک زياته کړه: آسيايي بانک د پيښو له امله د ويجاړو شويو اماکنو د بيارغاونې او جوړولو لپاره د پنځوسو مليونو ډالرو مرسته کړې ده او هيله کيږي چې په هيواکې دپيښو له امله زياتره ويجاړ شوي اماکن بيا جوړ شي.
ده زياته کړه: دبدخشان ارګوکې خلکو ته د کورونو د جوړولو کار پيل شوى دى او د را روان ژمي له تيريدو وروسته بشپړيږي.
دجوزجان او سرپل په ولايتونوکې د استوګنځيو ستونزه تريوې اندازې پورې حل شوې ده او په دې برخه کې کار دوام لري.
په همدې ترتيب د فوايد عامې سرپرست په خپلو خبرو کې وويل چې د تاج قرغان تنګي د بياجوړولو کار بايد ترلاس لاندې ونيول شي ځکه په ژمي کې د لارې د تړل کيدو احتمال شته .
د افغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس لارښوونه وکړه چې دغه مسئله دې بايد له پيښو سره د مبارزې د کميټې په کاري لومړيتوب کې ونيول شي او د لارې د تړل کيدو له امله د رامنځته شويو ستونزو د مخنيوي لپاره بايد بيړني اقدامات ترلاس لاندې ونيول شي.
دکرنې او اوبو لګولو وزارت سرپرست په خپل رپوټ کې د سړو سيمو او د سختو لارو لرونکو ولايتونو ته د موادو د ليږدونې او د پيښو د رامنځته کيدو په صورت کې د دغه وزارت د تيارى خبر ورکړ.
محمد آصف رحيمي زياته کړه چې د هيواد په زياترو سيموکې د دغه وزارت په زيرموکې په کافي اندازه مواد شته او له دې پلوه به کومه جدي ستونزه رامنځته نه شي .
دعامې روغتيا وزارت سرپرستې له پيښو سره د مبارزې لپاره له مرستندويانو سره دګډو غونډو د جوړولو غوښتنه وکړه او دغه راز د مسوولينو پاملرنه يې له ايبولا ناروغۍ سره مبارزې او د يوې جدي ستونزې په توګه د دغې ناروغۍ د رامنځته کيدو په صورت کې د هغې د مخنيوي لارو چارو ته جلب کړه .
د نړيوالو سازمانونو استازو چې په دې پروګرام کې يې ګډون کړى و؛ يوځل بيا له پيښو سره د مبارزې کميسيون سره د مرستې لپاره خپله همکارى او تيارى اعلام کړ.
اجراييه رييس په هيوادکې له طبيعي پيښو سره په مبارزه کې دبېلابېلو دولتي او نړيوالو بنسټونو د ونډې اخستنې له امله مننه وکړه او د کميسيون د ستونزو د څيړنې او له پيښو سره د مبارزې لپاره يې دغه مرکز دپروګرامونو د پياوړتيا غوښتنه وکړه.
اجراييه رييس له دغه بنسټ څخه وغوښتل چې د دغې ادارې ستونزې او عملي طرحې دې د ډير ژر اجراآتو لپاره په ليکلي ډول اجراييه رياست ته وليږي.