سیاست

ډاکتر عبدالله عبدالله دهند دبهرنيو چارو له وزير سره وکتل .

کابل باختر دتلي شلمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون دشانګهاي دهکارۍ دسازمان دحکومتونو دمشرانو دغونډو تر څنګ دهند دبهرنيو چارو له وزيرې ميرمن سوشماسوراج سره په دوشنبې ښار کې په خپل استوګنځي کې وکتل . داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، په دې کتنه کې دواړو لورو ددوه اړخيزو اړيکو ، دهند او افغانستان ترمنځ دګډو همکاريو ، دانتخاباتو دترسره کولو ، دافغانستان دسيمه ئيزو اړيکو ، دډار اچونې سره دمبارزې او دسوداګريزې راکړې ورکړې دپراختيا په باره کې خبرې وکړې . دهند دبهرنيو چارو وزيرې له افغانستان سره دخپل هېواد دپراختيايي مرستو دزياتوالي په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل چې نوى ډيلي له ډار اچونې سره په مبارزه کې دافغانستان تر څنګ ولاړ دى . ميرمن سوشمارسوراج زياته کړه چې هند او افغانستان په سيمه کې ګډې انديښنې لري . په دې کتنه کې دافغانستان اجراييه رييس دافغانستان له دولت او خلکو سره دهند دهمکاريو له امله مننه وکړه او ددواړو هېوادونو ترمنځ دهمکاريو دلازياتې پراختيا او دوام غوښتنه وکړه . ختم_ عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته