سیاست

ډاکتر عبدالله عبدالله دمناس نړيوال هوايي ډګر ته ورسيد .

کابل باختر دلړم ديارلسمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت  داجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله  او دهغه دملګري هئيت دسپرلۍ  الوتکه نن  له غرمې وروسته  په خيرسره دمناس په نړيوال هوايي ډګر کې راښکته شوه .
دمناس په نړيوال  هوايي ډګر کې  دقرغزستان جمهوريت د صدراعظم مرستيال  ، ددولت ددفاع دکميټې رييس  مراد کينجي زيروف ،  دبهرنيو چارو وزارت مرستيال ،  دبهرنيو چارو وزارت دتشريفاتو د رييس ايبيک بيکوف ،   دافغانستان دسفارت دسرپرست  او په بشکيک کې دميشتو افغان ديپلوماتانو له خوا اجراييه رييس ته هرکلى وويل شو .
  په دې سفر کې دهېواد اجراييه رييس دافغانستان په استازيتوب د شانګهاي دسازمان دغړو حکومتونو دمشرانو په پنځلسمه  غونډه کې ګډون او وينا کوي او ددغې غونډې تر څنګ دغړو حکومتونو له مشرانو سره ګوري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته