سیاست

ډاکتر عبدالله: د رايو د پلټنې له بهيرڅخه راځي نه يم

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٣٠
د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم مشر نن د خپل ټيم له غړو سره په يوه مشورتي غونډه کې وويل: د خلکو له رايو سره لوبې کول؛ د مليونونو انسانو له برخليک سره لوبې دي.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله نن د خپل ټيم له غړو سره په يوه مشورتي غونډه کې د رايو د پلټنې له بهير څخه ناخوښي څرګنده کړه .
ده وويل: له پلټنې څخه زموږ هدف ننداره نه ده او د خلکو له رايو سره لوبې کول د مليونونو انسانانو له برخليک سره لوبې دي .
ده دغه راز وويل: موږ په هرګام کې د پلټنې د بهير څارنه کوو او په مقابل کې خپل نظر بيانوو او له سياسي خبرو څخه زموږ هدف د امتياز غوښتنه نه ده، موږ د افغانستان د خلکو په باور معامله نه کوو.
ده يوځل بيا ټينګار وکړ چې يواځې د رايو تفتيش او د هغو نتيجې په افغانستان کې د انتخاباتو د برخليک ټاکوونکې دي.
تراوسه پورې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مسوولينو او د ده انتخاباتي سيال ډاکتر اشرف غني احمدزي په دې باب نظر نه دى څرګند کړى.
پخوا دواړو نوماندانو افغانستان ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير د دوو سفرونو په بهيرکې موافقه وکړه چې رايې بيا تفتيش شي او د ملي وحدت يو حکومت رامنځته شي او دواړه نوماندان وايي چې اوس هم په دغو موافقو ژمن دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته