کابل- باختر د ثور دمياشتې ٢١
د ډاکتر زلمي رسول په مشرۍ د اعتدال، برابرۍ او د بياجوړولوټيم نن د اصلاحاتو او پيوستون د ټيم له رييس ډاکتر عبدالله عبدالله سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
د باختر آژانس دخبرله مخې: په هغې غونډه کې چې له همدې امله نن په کابل کې جوړه شوې وه؛ د جمهوري رياست پخواني نوماند ډاکتر زلمي رسول د جمهوري رياست د نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او پيوستون له ټيم سره خپل ملاتړ او همکاري اعلام کړه.
پخوا د جمهوري رياست پخواني بل نوماند د سولې او بيارغونې د ټيم مشر ګل آقا شيرزي له ډاکتر عبدالله عبدالله سره خپل اعلام کړى دى .
د انتخاباتو د لومړينونتيجو اعلام د دې څرګندوى دى چې ډاکتر عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني احمدزي په ترتيب سره په لومړى او دويم مقام کې دي، خو د رايو لازمه فيصدۍ يې نه ده بشپړه کړې.
په دغو نتيجوکې ډاکتر زلمي رسول په دريم مقام کې و.
1 1 دقیقه لوستل