ډاکتر زلمي رسول دجاپان او کوريا دبهرنيو چارو وزيرانو ته مبارکي وويله .

کابل باختر د مرغومي څلورمه
  دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارودوزير  ډاکتر زلمي رسول له خوا دجاپان دبهرنيو چارو دوزير په نامه د ٢٠١٣ ميلادي کال درارسيدو له امله دمبارکي دغه پيغام ليږل شوي دي .
په داسې حال کې چې نوى کال ددوست هيواد جاپان او دنړۍ دټولو سوله دوستو هيوادونوخلکو ته له  سولې او صفا، ترقي او پرمختګ څخه د ډک کال غوښتنه کوم هيله لرم ددواړو هيوادونو ترمنځ دوستانه او متقابلې ګټوري اړيکې دهر ې ورځې په تيريدو سره لازيات ټينګښت او پراختيا ومومي .
  دغه راز دبهرنيو چارو دوزير ډاکتر زلمي رسول له خوا له همدي امله دکوريا جمهوريت دبهرنيو چارو دوزير په نامه دمبارکي جلا پيغام ليږل  شوي دي .
په پيغام کې ددي ترڅنګ چې نوى کال ددوست هيواد کوريا جمهوريت خلکو ته دسولې اوصفا، ترقي او پرمختګ کال هيله شوې ده ددواړو هيوادونو دخلکو ترمنځ ددوستانه او دمتقابلو ګټورو اړيکو په پراختيا باندې ټينګارشوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته