ډاکتر رهين قندهار ته سفر وکړ .
کابل- باختر د مرغومي شپږمه:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين د قندهار ولايت ته سفر وکړ.
دکابل له نړيوال هوايي ډگر څخه د باختر اژانس د خبريال دخبر له مخې:
دغه سفر د دويمو واحدونو د چارو د څيړنې په لړکې شوى دى .
ډاکتر رهين تر اوسه پورې د هيواد د جمهور رييس د ٤٥ ګڼه فرمان په رڼا کې د نورستان، غور، پروان ، غزني او د لوګر د ولايتونو د اړوندو چارو د څيړنې په مقصد سفرونه کړي دي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير په قندهارکې د خپلې استوګنې په بهيرکې د مبارکې خرقې زيارت کوي او د احمد شاه ابدالي او د ميرويس نيکه مقبرې ګوري او د اطلاعاتو او فرهنګ د رياست له مسوولينو سره به د چارو د ښه والې او د ستونزو دحل کولو په باب خبرې وکړي .