کابل باختر د ثور اتلسمه :
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم داسيا دشورا دجام دسياليو اتل شو .
دباختراژانس دخبر له مخې دهيواد دکرکټ ملي ټيم له نيپال سره په پاى لوبه کې لومړي لوبه پيل کړه او دنهه څلويښت اعشاريه دريو اورنو کې دخپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره يې ٢٦٢ منډې جوړې کړې او دنيپال دکرکټ ملي ټيم ته يې د ٢٦٣ منډو هدف وټاکه .
دنيپال دکرکټ ملي ټيم ونه کړاي شول ټاکلي هدف پوره کړي او ماتې وخوړله .
داسيا دشورا دجام سيالۍ دماليزيا په پايتخت کوالالمپور کې ترسره شوې چې دافغانستان ، نيپال ، عمان ، متحده عربي اماراتو ماليزيا او دهانک کانګ دکرکټ ټيمونو پکې ګډون کړي و .
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم په دغوسياليوکې پنځه لوبې وکړې چې دعمان ، هانک کانګ ، متحده عربي اماراتو او دنيپال ټيمونو ته يې ماتې ورکړه او له ماليزيا څخه يې ماتې وخوړله .
داطلاعاتو اوفرهنګ او دځوانانو دچارو وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين دباختراژانس له خبريال سره داړيکې په ترڅ کې دهيواد دکرکټ دملي ټيم داتلوالي له امله دهيواد ټولو خلکو ته مبارکي وويله او دهغوى دلازياتو برياليتوبونو هيله وکړه .
ټاکل شوې ده دهيواد دکرکټ ملي ټيم ورزشکاران سبا داتلوالي له جام سره کابل ته راستون شي .
0 1 دقیقه لوستل