فرهنګ

ډاکتر رهين : خليلي زوړ شعر دننني نسل په خدمت کې کارولى دى .

کابل باختر د ثور اتلسمه :
دهيواد دنوميالي شاعر استادخليل الله خليلي  ديوسلو لسمې کاليزې په مناسبت ستره ادبي غونډه په بلخ ولايت کې جوړه شوه .
  په دې غونډه کې  په سلګونو تنو شاعرانو ليکوالانو څيړونکو او دپښتو  او فارسي ژبو منتقيدونو او يوشمير حکومتي مسوولينو ګډون کړي و .
داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين په دې غونډه کې استاد خليلي څو اړخيز شاعر وباله او ويې ويل چې هغه تل دخلکو په خدمت کې و .
ډاکتر رهين وويل چې استادخليلي دهغو شاعرانو له جملې څخه دى  چې دفارسي دري زوړ شعر يې دننني نسل په خدمت کې کارولى دى .
داطلاعاتو او فرهنګ دوزير دڅرګندونوله مخې استاد خليل الله خليلي په خپل  ژوندکې په هيواد کې او هم له هيواد څخه بهر  له خپلو  خلکو څخه لرې نه و .
  په دې غونډه کې دبلخ والي عطا محمد نور داستاد خليل الله خليلي  مشر زوى او په اسپانيا کې دافغانستان سفير مسعود خليلي هم داستاد داثارو او انديښو په باب خبرې وکړې .
ددغې غونډې په پاى کې يو شمير شاعرانو خپل شعرونه چې داستاد خليل الله خليلي په ستاينه کې ويلي و  ، ولوستل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته