ټولنه

ډاکتر جماهر انوري په ايران کې دڅلورو تنو افغانانو دمړينې له امله انديښنه څرګنده کړه .

کابل باختر دثور دوه ويشتمه :
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير ډاکتر جماهر انوري په ايران کې  دترافيکي پيښې له امله دڅلورو تنو افغانانو دمړينې  له امله خواشيني څرګنده کړه .
درارسيدلو خبرونو له مخې  هغه پنځلس تنه افغانان چې دقاچاق وړونکو په واسطه په يوه موټر کې له نيمروز ولايت څخه دايران خاورې ته ليږدول شوي و دسپرلۍ موټر يې پرون په زاهدان ښار کې له يوه بس موټر سره ټکر وکړ چې له امله يې څلور تنه سپرلۍ ووژلې شوې .
  ډاکتر جماهر انوري دباختراژانس  له خبريال سره په خبرو کې ددغې پيښې له امله خواشيني  څرګنده کړه اويوځل بيا له خلکو په تيره بيا له ځوانانو څخه وغوښتل چې له غيرقانوني سفر اومهاجرت څخه چې دسردغه شان خطرونه لري ډډه وکړي او بهرنيو هيوادونو په تيره بيا ګاونډيو هيوادونو ته دسفر په لاره کې دې له قانوني لارې استفاده وکړي .
ډاکتر انوري وويل چې ددغې پيښې  څرنګوالي به په ايران کې ددغه هيواد دنمايندګۍ  له لارې او دديپلوماتيکي لارې وڅيړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته