کابل باختر د کب دمياشتې ٨ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات نن دقره ش دټولنيز او فرهنګي مرکز له يوشمير ځوانانوسره په کتنه کې وويل ؛هغه بنسټونه چې دځوانانو دظرفيتونو دلوړولو په لاره کې کار کوي دستاينې وړ دي.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې : د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست په دې کتنه کې وويل ؛ څرنګه چې نوى هجري لمريز کال دځوانانوپه نامه نومول شوى دى دغه وزارت به په نويو پروګرامونوسره دځوانانو دظرفيتونو دلوړولو او ودې په لاره کې هلې ځلې وکړي او ځوانان هم دځوانانو دپرمختګ او ترقۍ په لاره کې خپل رسالت ترسره کړي.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست له ځوانانو څخه وغوښتل چې دخپلو ستونزو دلرې کولو اوخپلو حقوقو او هدفونو ته درسيدو په لاره کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو له معينيت سره اړيکه ولري .
وروسته دقره ش دټولنيز او فرهنګي مرکز رئيس محمداکبر دشتي دبرخه والو په استازيتوب ددغه مرکز وړانديزونه اوغوښتنې وړاندې کړې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ددوى دغوښتنو او وړانديزونو دعملي کولو په خاطر دهمکارۍ ژمنه وکړه.
1 1 دقیقه لوستل