کابل / د زمري ٧ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير ډاکتر محمد قاسم وفايي زاده نن د ملي آرشيف د کتنې پرمهال وويل، دغه آرشيف د افغانستان د خلکو معنوي شتمني ده.
په همدې حال کې د ملي ارشيف مسوولانو د ملي ارشيف د بېلابېلو څانګو په اړوند ډاکتر محمدقاسم وفايي زاده ته معلومات ورکړل.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ملي آرشيف د افغانستان معنوي شتمني وبلله او ټينګار يې وکړ چې د حکومت ترڅنګ خلک هم د دې معنوي شتمنۍ د ساتنې په برخه کې مسووليت لري.
ډاکتر وفايي زاده دغه راز ټينګار وکړ چې د آرشيف ټولې برخې دې په مسلکي ډول وساتل شي.
\ ذ