سیاست

ډاکترعبدالله عبدالله: په افغانستان کې مو د ښځو د حقوقو په برخه کې زيات برياليتوبونه لرل خو لا تراوسه پورې اوږده لاره په مخ کې ده

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٢
د ملي وحدت د حکومت اجراييه رييس پرون د افغانستان لپاره د امريکا دمتحده ايالاتو نړيوالې پرمختيايي ادارې له رييس او د مشرتابه هيئت له غړو، د ښځو د چارو وزارت له استازو، د پارلمان له غړو او د مدني ټولنې د بنسټونو له يو شمېر مسوولينو سره په سپيدار ماڼۍ کې د خپل کار په دفتر کې وکتل .
د ملي وحدت حکومت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په افغانستان کې دښځو دځواکمنۍ لپاره دامريکا دمتحده ايالاتو د ٢١٦ مليون ډالري مرستې او د دغه پروګرام د پراختيا لپاره د ٢٠٠ مليونو ډالرو نورو د برابرولو له امله مننه وکړه .
اجراييه رييس د خپلو خبرو په دوام زياته کړه: ((په افغانستان کې مو د ښځو د حقوقو په برخه کې ستر برياليتوبونه لرل خو تراوسه پورې د دغه بهير د برياليتوب لپاره اوږده لاره په مخ کې لرو او د ملي وحدت حکومت ژمن دى چې په دې لاره کې خپله دنده په مسولانه ډول ترسره کړي)).
اجراييه رييس زياته کړه: د ښځو د ځواکمنۍ او انکشاف پروګرام د نړۍ په کچه د امريکا د متحده ايالاتو يو ډير ستر پروګرام دى او هيله يې وکړه چې دغه پروګرام وکولاى شي په انډوليز ډول د هيواد له ښځو سره مرسته وکړي.
اجراييه رييس زياته کړه: هيله لرو چې دغه پروګرام د افغانستان له دولت سره په همغږۍ او همکارۍ کې تطبيق شي.
اجراييه رييس د نړيوالې پرمختيا لپاره د امريکا نمايندګۍ له مسوولينوڅخه وغوښتل چې له دغو پيسو څخه په استفادې سره دې د افغانستان ښځو ته يو پوهنځى جوړشي.
وروسته د افغانستان لپاره د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيا نمايندګۍ رييس له اجراييه رييس څخه د مننې په څرګندولو سره وويل: د تيريدو او له افغانستان سره د نړيوالو مرستو د کمښت په پړاوکې دغه سازمان وپتيله چې د افغانستان د ښځو د ځواکمن کولو لپاره پراخ پروګرام ترلاس لاندې ونيسي.
وروسته د دغه سازمان مسوولينو په تفصيل سره د دغه پروګرام تاريخچه او محتوا اجراييه رييس او د غونډې برخه والو ته په ډاګه کړې.
د دغه سازمان مسوولينو څرګنده کړه چې دغه پروګرام د ښځو د رهبرۍ د رول د پياوړتيا، په حکومت کې د ښځو د رول، په اقتصادي برخه کې د ښځو د رول دپياوړتيا او د ښځو د حقوقو د مدافعو بنسټونو د لازيات تنظيم په برخه کې تمرکز لري.
د غونډې برخه والو د پروګرام د ښه والي او انډوليز کولو او د اجراييه رياست په مشرۍ د يوه اغيزمن نظارتي او رپوټ ورکوونکي نظام د جوړولو لپاره خپل نظر او وړانديزونه طرحه کړل چې د نړيوالې پرختيا لپاره د امريکا د متحده ايالاتو دنمايندګۍ د رهبرۍ د هرکلى وړ وګرځيدل.
د نړيوالې پراختيا لپاره د امريکا د متحده ايالاتو د نمايندګۍ مشرتابه ژمنه وکړه چې د افغانستان د ښځو لپاره د پوهنځي د جوړولو طرحه وڅيړي او د نتيجې په باب اجراييه رياست ته رپوټ وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته