ډاکترسيدمخدوم رهين: د افغانستان اساسي قانون د سيمې په کچه ډېر ښه قانون دى

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٢١ :
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير د افغانستان اساسي قانون د سيمي په کچه ډېر ښه قانون بولي او وايي چې په دې قانون کې دموکراسي ، د بيان آزادي  او د مدني ټولنو فعاليتونه تسجيل شوى دى.
د باختر اژانس دخبرله مخې: داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين چې پرون يې د مطبوعاتو د نړيوال مرکز په تالارکې د اساسي قانون د تصويب  د نهمې کاليزې د نمانځلو په غونډه کې خبرې کولې، څرگنده کړه:
((په افغانستان کې اساسي قانون په رسمي ډول دخپلواکي له ترلاسه کولو سره جوخت و.))
ده د مشروطه غوښتوونکو هلې ځلې چې  روښانفکران او روحانيون پکې شامل  وو ، په افغانستان کې د چارو د قانوني کولو په مقصد په ښه ډول  يادونه وکړه.
د دموکراسي د لسيزې دقانون د ستاينې په ترڅ کې هغه داسې  يو قانون وباله چې دهغه له مخې د شاهي کورني واک خلکو ته وليږدول شو اوسلطنت له حکومت څخه جلا شو.
ډاکتررهين اوسنى اساسي قانون په سيمه کې ډېر ښه قانون وباله او ويي ويل: 
((موږ يو ډېر ښه قانون  لرو چې دموکراسي ، د بيان آزادي ، مدني ټولنه  اومدني
فعاليتونه پکې تثبيت شوى دى.))
دغه راز په دې غونډه کې د اساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې دکميسيون غړې محبوبې حقوقمل هم خبرې وکړې  او اساسي قانون يې د اوسنى دورې د اړتياو د بنسټيز کېدو لپاره يو ځواب وباله او ويې ويل: ((په اوسنى اساسي قانون کې  هلې ځلې شوي دي  چې د اوسني پيړۍ  اړتياوې په پام کې ونيول شي.))
دې دغه راز د اساسي قانون پرتطبيق باندې د څارنې د کميسيون د جوړولو اوددغه  کميسيون د دندو په باب برخه والو ته معلومات ورکړل.
د غونډې په بهيرکې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معين پوهنمل نبي فراهي په بېلابېلو برخوکې د دولت برياليتوبونه د اساسي قانون په تصويب پورې اړوند وبلل او ويې ويل: ((دولت د اساسي قانون له تصويب وروسته مشروعيت پيدا کړ. په بېلابېلو برخوکې د افرادو حقوق اومکلفيتونه مشخص شول چې په نتيجه کې مو زيات برياليتوبونه ترلاسه کړل .))
د باختر د اطلاعاتي اژانس دکورنيو خبرونو آمرې ماري نبرد آئين د افرادو د حقوقو او مکلفيتونو په باب نه پوهاوي، د قانون د تطبيق  په لاره کې اساسي ستونزه وبلله او ويۍ ويل: ((په هغه هيوادکې چې ديرش کاله د قانون پرځاى  ټوپک  واکمن و؛ خلکو لږ عادت کړي دي چې خپلې ستونزې له قانوني لارې حل کړي او اوس هم خلک دخپلو ستونزو د حل کولو لپاره ډېر لږ په قانون باور لري .))
په پاې کې د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا او د رسانه يي سرغړونو دڅيړنې دکميسيون غړى مولوي نيک محمد د اساسي قانون د ښيگڼوپه باب خبرې وکړې او غونډه د دعايې په لوستلوسره پاى ته ورسيده.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته