کابل باختردثوردمياشتې ٢١ :
د جمهوري رياست يو نوماند ډاکتر زلمي رسول نن په يوه ګډه غونډه کې د جمهوري رياست له بل نوماند ډاکترعبدالله عبدالله سره خپل ټيم ملاتړ اعلام کړ.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: په دې غونډه کې يوګډ تفاهم ليک چې ددغو
دوو انتخاباتي ټيمونوله خوا برابر شوى و؛ د هغوى د استازو له خوا ولوستل شو.
په دې موافقه ليک کې د امنيت، سولې اوثبات د تامينولو، د فساد د له منځه وړلو، د بهرنيانو د لاسوهنې د مخنيوي، د پانګې اچونې د جلب او جذب او د کانونو د رايستلو او دنورو موضوعګانوپه لاره کې په همکارۍ باندې ټينگار شوى و چې دواړو نوماندانو د هغو په تطبيق کې خپله ژمنه بيان کړه .
دوى خپل پيوستون په راتلوونکي کې د ښې حکومتوالۍ په خاطر يوګام وباله .
دغه راز ډاکترعبدالله عبدالله په دې ترڅ کې چې د ډاکتر زلمي رسول د ټيم د پيوستون له امله خوښي څرګنده کړه؛ له انتخاباتي کميسيونونو څخه يې وغوښتل چې د خلکو د رايې په وړاندې خپله ملي او تاريخي دنده په عادلانه او شفاف ډول ترسره کړي.
مخکې له دې د جمهوري رياست بل نوماند محمدشفيق ګل آغاشيرزي له ډاکتر عبدالله عبدالله سره د خپل ټيم ملاتړ اعلام کړى دى.
0 1 دقیقه لوستل