ډاکترزلمى رسول د ايټاليا دبهرنيو چارو د وزير د ټاکنې له امله مبارکي وويله

کابل  باخترد   ثور  دمياشتې  ١٦ :
دبهرنيو چارو د وزير ډاکترزلمى رسول له خوا دايټاليا دبهرنيو چارو د وزير په نامه  د ده دټاکنې له امله روم ته دمبارکۍ پيغام ليږل شوى دى.
دبهرنيو چارو وزارت د ويندوى دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
په پيغام کې ويل شوى دى: خوښ يم  د ايټاليا جمهوريت دبهرنيو چارو د وزير په توګه ستاسو دټاکنې له امله دخپلو مبارکيو  مراتب تاسو ته څرگندوم.
دافغانستان اسلامي جمهوريت د قضايي، ټولنيزو ، فرهنګي ، پوځي بنسټونو اوپه تيره بيا د تروريزم او ډار اچونې سره ګډې مبارزې دمرستې په لاره کې دايټاليا دهمکاريو او د نړيوالې سولې په ټينګښت کې د فعالې ونډې اخيستنې له امله قدرداني کوي.
باور لرم  چې زموږ دهيوادونو ترمنځ  اوسنۍ دوستانه اړيکې  چې دوديزې تاريخي جرړې لري؛ ستاسو په مشرۍ په راتلوونکي کې هم زيات ټينګښت ومومي.
په پاى کې تاسوته د روغتيا او سلامتيا او د ايټاليا سوله دوستوخلکو ته  دنيکمرغى او سوکالى هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته