ډاکترانوارالحق احدي : د٧٣ ستندردونومسوده بشپړه شوه

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٨ :
دستندرد دعالي شورا غونډه نن له غرمې وروسته د سوداګرۍ اوصنايعو د وزير او ددغې شورا د مرستيال ډاکتر انوارالحق احدي په مشرۍ جوړه شوه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې لومړۍ دستندرد دملي ادارې رييس ددغې ادارې د اجرااتو په باب غونډې ته لنډ رپوټ وړاندې کړ او څرگنده يې کړه: په نهو برخوکې دملي ستندردونو د تدوينولو کار دوام لري چې په نتيجه کې يې د ٧٣ ستندردونو وروستۍ مسوده چمتو شوې ده.
دستندرد دملي ادارې د رپوټ له مخې: دساختماني توکو د ازمايښت د د دريولابراتوارونو د درولو  اوفعالولو کار د افغانستان په مهمو بندرونو کې ډير ژر فعاليږي چې په دې صورت کې به دساختماني توکو دکيفيت دڅيړنې زمينه برابره شي .
دسنتندرد دملي ادارې رييس دغه راز رپوټ ورکړ چې دغه اداره په ماليزيا کې د آسيا دستندرد د ادارو د رييسانو په غونډه کې په ګډون سربېره داسلامي هيوادونو دستندرد او مترولوژي د انستيتوت په غونډه کې چې د اسلامي هيوادونو دسازمان په چوکاټ کې فعاليت کوي؛ هم ګډون وکړ او ددغه سازمان دمديره هيئت غړيتوب يې ترلاسه کړ  چې د ده دڅرگندونوله مخې  دا کار د سيمه ييزو  او له سيمې څخه بهر د ستندردونو په طرحه کولو کې د ستندرد دملي ادارې د رول  د پياوړتيا په لاره کې ځانګړى ارزښت لري.
دده دڅرگندونوله مخې: دستندرد  دعالي شورا له خوا د ساختماني ملي کودونو له تصويب  وروسته دغه  اداره په يو وخت کې د ستندرد په ملي اداره او دفوايد عامې په وزارت کې دساختماني کود،  مهندسي کود ، د ښاري پرمختيا کود،دلويو لارو دسړک ستندرد کود او د پلونو د ډيزاين ستندرد څلورو کودونو ته هر اړخيز   پروګرام جوړ کړ چې په دغه پروګرام کې دبېلابېلو وزارتونو او دولتي ادارو او دخصوصي سکټور  يوسلو ديرشو تنو تخنيکي کارکوونکو پکې ګډون کړي وو.

په دې غونډه کې د ٧٣  ملي ستندردونو مسوده چې د خوراکي توکو او زراعتي محصولاتو ستندرد، د درملو اوسينګاري توکو ستندرد ، دڅښاک د اوبو ستندرد ، د بريښنا او دبرقي سامان الاتو ستندرد، دنفتي  توکو د او دساحتماني توکو ستندرد، د نساجي او څرمنو ستندرد، د ژوندانه دچاپيريال ساتنې او د ماين پاکولو ستندرد او د مترولوژي او اوزان دستندرد په باب  خبرې وشوې او شورا د اړتيا وړ او په لومړيتوب لرونکو برخوکې دملي ستندردونو ارزښت اوټاکنې ته په پاملرنې سره خپلې نظريې اوپه دغو برخوکې طرحه کړې او دغه ستندردونه يې تائيدکړل.
دغه راز په دې غونډه کې د تخنيکي مقرراتو ( اجباري ستندردونو ) طرحه  د سينګاري ، روغتيايي  او دطبي تجهيزاتو ستندردونه ددغې ادارې له خوا غونډې ته وړاندې شول چې غونډې داقتصادي او ټولنيزو زيانونو دمخنيوي لپاره دملي ستندردونو اړتيا اورعايتولو ارزښت په پاملرنې هغو ارزښتونو اولومړيتوبونو ته په پاملرنې سره چې د ستندرد د ملي ادارې له خوا دهغه په باب وړاندې شول ، دتائيد وړ وگرځيدل .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته