امنیت

ډار اچوونکو د کابل ښار د شپږمې ناحيې په مربوطاتوکې په يوې ودانۍ بريد وکړ

کابل/  باختر د وري پنځمه :
يوې ډلې وسله والوکسانو د کابل ښار د دارالامان په ساحه کې په يوې ودانۍ بريد وکړ.
دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو د تحقيق رييس ته يوې نږدې خبرځاى تاييدکړه چې امنيتي ځواکونو له يوې ډلې يرغلګرو سره چې د دارالامان په ساحه کې يوې ودانۍ ته ننوتي دي؛ په نښتې لاس پورې کړى دى.
دغه حبرځاى زياتې څرګندونې ونکړې. خو يوې بلې خبرځاى چې ويې نه غوښتل نوم يې واخستل شي؛ وويل چې د يوې ډلې ډار اچوونکي له خوا د انتخاباتو دخپلواک کميسيون په يوه ساحوي دفتربريدشوى دى.
د پيښې جزييات وروسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته