چین کې پر امریکایي ښوونکو د چاقو برید شوی

نړۍ، د غبرګولي ۲۲مه، بهرنۍ رسنۍ

د مشهور امریکايي نیوز ویک د راپور له مخې د چین په جیلین ښار کې څلور امریکایي ښوونکي، چې یو یې د امریکا متحده ایالاتو د استازو د جرګې د غړي ادام زابنر ورور ډېوېډ دی، په چاقو وهل شوي او ټپیان شوي دي.

ادام زابنر رویترز او سي بې اېس خبري ادرسونو ته ویلي، چې ورور یې او درې نور ښوونکي ټپیان شوي او له مرګ څخه بچ شوي دي.

پېښه پرون دوشنبې هغه مهال رامنځته شوې، چې دغو ښوونکو په جیلین ښار کې له یو پارک څخه لیدنه کوله.

د حملې د څرنګوالي او د حمله کونکي د نیولو په اړه څه نه دي ویل شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته