چین کې د لارې د ښویدو له امله ۲۴ کسان مړه شوي
نړۍ، د غوايي ۱۲مه، بهرنۍ رسنۍ
د چین په سویل، ګوانګ دونګ ولایت کې له یو غره سره نږدې د لویې لارې د نړېدو له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي دي.
دغې پېښه کې ۱۸ موټر یو په بل پسې د لارې د غورځېدو له امله ښکته لوېدلي او ځینو یې اور اخیستی.
د چینایي چارواکو په خبره ښایي د مړو شویو په شمېر کې زیاتوالی راشي.
سیمه ییزو مسولینو رسنیو ته ویلي، چې نړېدلې لاره ښایي د وروستیو سختو اورښتونو له امله وروسته شوې وي، چې د چهارشنبې په شپه یې کسر وکړ.
پېښه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي، چې د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې وروستیو سېلابونو د چین په بېلابېلو سیمو کې سخت ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.