چین د تایوان د بېلتون غوښتنې پر ضد خپلې هڅې زیاتوي

نړۍ، د غبرګولي ۱۳ مه، بهرنۍ رسنۍ

د چین د دفاع وزیر دونګ جون په یو بیان کې ویلي، چې د تایوان د بېلتون غوښتنې پر ضد خپلې هڅې زیاتوي او هېڅکله به اجازه ور نه کړي، چې دغه دسیسه عملي شي.

نوموړي ویلي، چې چین له امریکا سره تاوتریخوالی نه غواړي او د داړو هېوادونو ترمنځ دفاعي همکاري د نړۍ د امنیت لپاره مهمه ده.

وړمه ورځ چینایي دفاع وزیر له خپل امریکایي سیال لویډ استین سره په مخامخ لیدنه کې، چې تر دوه کلونو وروسته د سنګاپور امنیتي کنفرانس په څنډه کې وشوه، وغوښتل چې د تایوان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

بیجینګ د واحد چین پالیسۍ له مخې تایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي او ژمنه یې کړې، چې بېرته به یې خپلې خاورې پورې تړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته