نړۍ

چين په نشه يي توکو لس ميليونه تنه روږدي کسان لري.

بيجينگ ايرنا باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩
په چين کې په نشه يي توکو د  روږدو کسانو شمير لسو ميليونو تنو ته  ورسيد.
دايران د دولتي خبري آژانس دخبرله مخې :
د چين د واکمن ګوند ارګان دخلکو ورځپانې پرون وليکل چې په دغه هيواد کې څه ناڅه لس مليونه تنه نشه يي  توکي  کاروي.
دا په  داسې حال کې ده چې مخکې له دې د دغو کسانو رسمي شمير يو مليون  تنه اعلام شوى و  او اړوندې ادارې دغه راز  په چين کې د روږدو کسانو رسمې  شمير دوه ميليونه پنځه سوه زره تنه  اعلاموي.
دخلکو ورځپاڼې  وليکل چې  زياتره روږدي  کسان په دې شميره کې ساحل نه دي .
دغې ورځپانې څرګند کړه حقيقت دا دى چې اوس په چين کې څه ناڅه لس مليونه تنه نشه يي توکو کاروي.
دغې ورځپاڼې زياته کړه  زياتره هغه ځوانان چې له خپلې کورنۍ سره  بهر ته سفر کوي  په نشه يي توکې روږدې  کيږي.
چيني مسوولينو له نشه  يي توکو څخه په  استفاده کې د ځوانانو د  کړنو له امله انديښنه څرګنده کړې  ده .
په رارسيدلو خبرونو له کې ويل شوي دي  په چين کې په سلو کې ٧٥ تنه په  نشه يي توکو روږدي کسان ځوانان او تنکي  ځوانان دي چې دخپلې اړتيا وړ توکې دانترنټ له  لارې ددرملو د انډيو په ګډون په بيلابيلو قالبونو کې ترلاسه کوي دچين حکومت  دتيرې اوونۍ دچهارشنبې په ورځ د دې هيواد په جنوب کې دنشه يي توکو  دوه تنه قاچاق وړونکې اعدام کړل .
په چين کې دپنځوسو ګرامو هيروينو قاچاق د  اعدام سزا   لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته