چين ته دروسيې دجمهور رييس سفر .
کابل باختر د وږي پنځمه :
ټاکل شوې ده دروسيې جمهور رييس په راتلوونکې اوونۍ کې دخپل چينايي سيال شي جين پينګ په بلنه چين ته سفر وکړي .
ولاديمير پوتين به په خپل دغه دوه ورځني سفر کې په دويمه نړيواله جګړه کې دجاپان په وړاندې دچين دبرياليتوب داويايمې کاليزې دنمانځنې په مراسمو کې ګډون وکړي .
دغه راز ويل کيږي چې ددواړو هيوادونو جمهور رييسان دانرژۍ او دنورو مسئلو په باب خبرې کوي .
په چين کې دروسيې سفير اندري دنيسوف ويلي دي چې په اوس وخت کې ددواړو هيوادونو ترمنځ همکاري په نړۍ کې دامنيت په يو تثبيتوونکي عامل بدل شوى دى .