چين او هند له افغانستان څخه دنړيوالو ځواکونو دوتلو په باب انديښنه لري .
بيجينګ _ باختر د وري څليرويشتمه :
چين او هند په ٢٠١٤ ميلادي کال کې له افغانستان څخه دنړيوالو ځو اکونو دوتلو داحتمالي پايلو په باب انديښنه څرګنده کړې ده .
دچين دبهرنيو چارو وزارت ويندوى هونګ ليي دتروريزم پرخلاف دمبارزې دڅرنګوالي په اړوند ددواړو هيوادونو ددوه ورځني کنفرانس په بهير کې پرون په بيجنګ کې خبريالانو ته وويل چې دواړو لورو دنړيوال او سيمه ئيز تروريزم او په دې اړوند ددواړو هيوادونودپراخو همکاريو په باب خبرې کړي دي .
دچين دبهرنيو چارو وزارت ويندوى زياته کړه چې هند او چين په افغانستان او دمرکزي اسيا په هيوادونوکې له تروريزم سره دمبارزې په برخه کې دهمکاري په باب خبرې وکړې .
داپه داسې حال کې ده چې جګړه مار طالبان او دالقاعده جنګيالي له افغانستان څخه دبهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته دخپل هيواد دنفوذ دزياتوالي په لټه کې دي .