ورزش

چلسي د جدول په سرکې پاتې شو

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٨
د انګلستان د فوټبال د لومړى لاس د ټيمونو دسياليو په لړکې تيره شپه نهه لوبې وشوې.
دباختر آژانس دخبرله مخې: ددغو سياليو په مهم پړاوکې د مانچستريونايتد او د تاتهم ټيمونو لوبه له ګول پرته برابره پاى ته ورسوله او سوت امپين او د چلسي ټيمونو هم لوبه د يوې په وړاندې په يوې سره برابره پاى ته ورسوله.
برنلي او مانچسترسيتي هم د دوو په وړاندې په دوو سره لوبه برابره پاى ته ورسوله. خو ارسنال د يوې وړاندې په دوو سره د برويشتهم پرټيم بريالى شو .
په دى ترتيب دچلسي ټيم دجدول په سرکې پاتې شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته