چاودنې د شلوتنو ژوند واخيست

 کابل باختردوري دمياشتې١ نيټه :
يوه ځانمرګي بريدګر نن غرمه  دکابل پوهنتون  په  واټ کې په هغو خلکو ځانمرګى بريد ترسره کړ  چې د سخې ميلې ته  يې تګ  نيت درلود.
دکابل دامنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد تائيد کړه چې دغه پيښه يو ځانمرګى بريد و.
مجاهدوايي؛ دغه پيښه  د سر زيان  لري  خو دقيق شمير يې معلوم نه دى
ځانمرګى يرغلګر د دهبوريو له څلور لارې څخه  د کابل پوهنتون  واټ   ته  ننوتى و،دغه تګلورى سخي زيارت ته د ميله کوونکو  تګ لاره  ده .
ځانمرګي بريدګر د هغو خلکوپه منځ کې خپل  چاوديدونکي توکي وچاول  چې دغې ميلې ته يې د تللو نيت  درلود،.
ځيني امنيتي خبرځايونه وايي ؛ تراوسه پورې په دې پيښه کې  ٢٥تنه  وژل شوي  او اتلس تنه نور ټپيان شوي دي چې ددغې پيښې ټول قربانيان ملکي وګړي دي.
ددغې پيښې ١٣ تنه داستقلال روغتون ته ليږدول شوي  چې د هغو له  جملې څخه  ددريو تنو ټپيانو  روغتيايي حالت دانديښنې وړ دى.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته