امنیت

چاريکارو ته څيرمه د واده د مراسمو په برخه والو د بريد له امله درې تنه ووژل شول.

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ١٦
د پروان ولايت دچاريکارو  ښارته څيرمه تيره شپه د واده په برخه  والو ديو يرغلګر
د ډزو له امله درې تنه ووژل شول او اولس تنه  نور ټپيان شول.
دباختر آژانس خبريال د چاريکارو  له  ښار څخه خبر راکړ :
دغه پيښه تيره شپه ديوې بجې په شاوخوا کې دچاريکارو ښارته څيرمه دتيلانچي په کلي کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو يرغلګر د يو کور له پام څخه د واده دمراسمو په برخه والو دکلاشينکوف ډزې وکړې او لاسي بم  يې وغورځاوه.
دپروان ولايت امنيه قوماندان جنرال خليل الله ضيايي په دې پيښه کې د دريو تنو وژل کيدل او دشپږو تنو ټپي کيدل تاييد کړل او ويې ويل چې د يرغلګر هويت تثبيت شوى دى .
يرغلګر  له بريد  وروسته د موټرسايکل  په واسطه تښتيدلى دى او پوليس  د هغه په لټولو بوخت دى، ددغى پيښې قربانيان او ټپيان ټول  نارينه دي.
دپروان  امنيه قوماندان وايي چې دغه پيښه دشخصي دښمنيو زيږنده  ده.
څو کاله مخکې هم دچاريکاروښارته څيرمه په  ورته پيښه کې دواده د مراسموپه برخه والو د لاسي بم  بريد شوى و چې يو شمير کسانو ته  مرګ ژوبله اوښتې  وه . خلک له غيرمسوولو کسانو سره د وسلو شتون ددغه شان پيښو درامنځته کيدو سبب بولي او ټينګار کوي چې  دولت بايد له لنډغرو او غيرمسوولو کسانو څخه دوسلو په راټولو سره دخلکو ژوند خوندي کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته