خبرونهاقتصاد

چارواکي: کانونه د نړیوالو معیارونو پر اساس سپړل کېږي

کابل/غوايي۲۱مه/ باختر

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن سره په کتنه کې ډاډ ورکړ چې افغان کانونه به د ټولو ملي او نړیوالو قوانینو او معیارونو په پام کې نيولو سره و سپړل شي او د چاپیریال او تاریخي اثارو خوندیتوب ته به پکې پوره پاملرنه وشي.

نیکولسن په دې کتنه کې همدارنګه افغانستان ته د افغان سیاسیونو د بېرته راستنولو کمېسیون او د حجاب په اړه هم خبرې وکړې.

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر نوموړي ته په دې اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې هېواد ته د افغان سیاسیونو د بېرته راستنولو او له کومې وېرې پرته دلته د ژوند کولو په اړه د کمېسیون هڅې دوام لري.

دلاور همدارنګه وویل چې حجاب د افغانانو د کلتور یو مهم اصل دی او له نړیوالو څخه یې هم غوښتنه وکړه چې په دې اړه د ملګرو ملتونو منشور ته غاړه کېږدي او د افغانانو فرهنګ او کلتور ته درناوی وکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې کتنه کې د افغانستان د کانونو سپړنه او په دې برخه کې پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې، پرمختګ او پر ځان بسیاینې لپاره مهم وبلل شو او په دې برخه کې د هڅو پر دوام ټینګار وشو.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته