چارواکي: ډېر ژر به بست تصدي له نباتاتو د غوړیو د ایستلو چاره پیل کړي

کابل / د غبرګولي ۳۰مه / باختر
په هلمند کې د بست تصدۍ مسوولین وايي چې له آزمایښتي پړاو وروسته وتوانیدل، چې د تصدۍ په همدې مشینرۍ سره له نباتاتو غوړي تولید کړي.
د تصدۍ رییس محمد حسین نیازي وايي چې اوس مهال یوازې د پختې د غوړیو تولید لري چې د تېلي نباتاتو د تولید له پیل وروسته به د غوړیو تولید سلګونو ټنو ته ورسېږي.
د هلمند بست تصدۍ فابریکه په ۱۳۴۳ لمریز کال د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال جوړه شوه چې هغه مهال په دغې فابریکه کې زرګونو کسانو کار کاوه.
یاده فابریکه له تېرو ۱۰ کلونو راپدېخوا په ټپه ولاړه وه، خو تېرکال جمهوررییس محمد اشرف غني ورته ۱۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې چې په دغو پیسو به له کروندګرو خام مالوچ پېري.
د بست تصدۍ مشر زیاتوي چې دوی تر یوې آزمایښتې پروسې وروسته وتوانیدل چې پر همدغو ماشینریو د تېلي نباتاتو غوړي تولید کړي.
هغه وايي چې د همدې ازمایښت پر مهال يې ۲ ټنه تېلي نباتات د غوړیو ایستلو په خاطر پروسس کړل، چې وتوانیدل له ۲۰ تر ۳۰ سلنه غوړي او ۶۸ سلنه کنجاړه په همدې ماشینریو ترلاسه کړي.
محمد حسین نیازي زیاته کړه چې د تېلي نباتاتو غوړي هم د پختې په څېر د کیفیت او کمیت له اړخه معیاري دي.دوی له پختې د کال تر ۲۵۶ ټنو پورې غوړي تولیدوي؛ خو که د تېلي نباتاتو د غوړیو د تولید چاره پیل شي، نو دا کچه به سلګونو ټڼو ته ورسېږي.
په ورته وخت کې د هلمند د ولایتي شورا غړی سیف الملکوک نوري او مدني فعال امان الله حسرت له دولته غواړي چې له کروندګرو په لوړه بیه د زیاتې پختې په پېر سره د کوکنارو د کښت کچه صفر ته راټیټ کړي.
دوی وايي: که پخته مناسب نرخ ولري، هیڅوک به د کوکنارو کرلو ته زړه ښه نه کړي ، بلکې ټول خلک به د پختې کر ته مخه کړي.
د بست تصدي رییس نیازي وايي چې تېرکال دوی ۳۳۰۰ ټنه پخته له کروندګرو پیرلې ده، چې په وینا یې سږکال پلان لري، تر ۵ زرو ټنو پورې پخته له کروندګرو وپېري.
د بست تصدۍ د رییس د مالوماتو پر اساس دغه تصدۍ په ۲۴ ساعتو کې د ۸۰ ټنو مالوچو، ‌۱۰ ټنو غوړيو، یو نیم ټن صابوني موادو او کنجاړې د تولید وړتیا لري.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته