کابل/ د لړم ۲٦ مه/باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین وايي چې په تېرو دوو کلونو کې یواځې په چین کې د باختر ګنجینې آثار له یولسو میلیونو ډېرو خلکو ننداره کړي دي اوله دې درکه له یو نیم میلون ډالرو زیات عاید راټول شوی دی.
د افغانستان دغه تاریخي آثار چې پکې د (تپه فلول، آی خانم، طلا تپې، باګرام او تپه زرګران) ۲۳۰ آثار شامل دي له شاوخوا دوه کلونو راهیسې د چین ولسي جمهوریت سره د فرهنګي راکړه ورکړې د ګډ تفاهم لیک پربنسټ په څلورو موزیمونو کې نندارې ته ایښودل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د باختر ګنجینه په دیارلسو نورو هېوادونو او ۲۹ موزیمونو کې هم نندارې ته وړاندې شوې چې له درکه یې میلیونونه ډالر عاید راټول شوی دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین پوهاند محمد رسول باوري له باختر اژانس سره په مرکه کې ویلي چې باختر ګنجینه له چین وړاندې په امریکا، کاناډا، جرمني، فرانسه او یو شمېر نورو هېوادونو کې نندارې ته وړاندې شوې چې له لارې یې د هېواد په بودجه کې میلیونونه ډالر جمع شوي دي.
باوري زیاتوي: په وروستیو دوو کلونو کې یواځې په چین کې له باختر ګنجینې څخه چې د دغه هېواد په بېلابېلو ولایتونو او موزیمونو کې نندارې ته وړاندې شوې تر یو نیم میلون ډالرو زیات عاید راټول شوی دی.
باوري یادې څرګندونې په داسې مهال کوي چې تازه یې په هانګ کانګ کې هم باختر ګنجینه نندارې ته وړاندې کړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه لوړ پوړی چارواکی وايي چې باختر ګنجینه به په هانګ کانګ درې میاشتې نندارې ته اېښودل شوې وې او له هغې وروسته ترې د چین دوو نورو موزیمونو هم غوښتنه کړې چې باختر ګنجینه په خپلو موزیمونو کې نندارې ته وړاندې کړي.
باوري زیاتوي چې له چین وروسته هند، قزاقستان، امارات او یو شمېر نور هېوادنه هم غواړي چې باختر ګنجینه د خپلو هېوادونو په موزیمونو کې نندارې ته وړاندې کړي.
هغه وړاندې وايي چې ورته نندارتونونه د هېواد د تاریخ او فرهنګ په معرفي کولو کې هم ډېر زیات ارزښت لري، چې له دې جملې د فرهنګي اړیکو زیاتېدل، د خلکو د ذهنیت بدلېدل او مادي ګټه یې له تر ټولو مهمو ارزښتونو څخه دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین وايي چې زیات شمېر څېړونکي د باختر ګنجینې له کتو وروسته دې ته لېوال شوي چې د افغانستان پر تاریخي آثارو څېړنې وکړي.
هغه زیاتوي چې په باختر ګنجینه کې نندارې ته د وړاندې شویو آثارو په څېر په هېواد دننه زرګونه نور تاریخي آثار او آبدات شته چې دا مهال یې د سیلانیانو پام ځان ته راړولی دی.
په ورته وخت کې د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس جنت ګل فدا وايي چې د هېواد ختیځ ولایتونه په ځانګړي ډول نورستان او کونړ هم د نړۍ له سمسورو سیمو څخه کم نه دي.
فدا زیاتوي چې دغه ولایتونه هم سمسور طبیعت او پر ځنګونو پوښل شوي غرونه لري، خو د سیلانیانو لپاره پکې کار نه دی شوی.
فدا وايي: که په هېواد کې د ګرځندوی لپاره کار وشي، دی هیله من دی چې هر کال به په میلونونو سیلانیان دا سیمې وګوري او له دې لارې به د دولت بودجې ته هم په میلیونونو عاید راټول شي.
په خوست کې مدني فعال نجیب بیا وايي چې دا مهال د نړۍ هېوادونه په ځانګړي ډول مصر زیات عاید د ګرځندوی له لارې ترلاسه کوي.
نجیب زیاتوي: که په هېواد دننه د ګرځندوی یا توریزم د ودې لپاره ښه فعالیتونه ترسره شي، نه یواځې دا چې د دولت په بودجه کې به د پام وړ بدلون رامنځته شي، بلکې وزګارو خلکو ته به د کار کولو فرصتونه هم برابر شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین پوهاند محمد رسول باوري هم مني چې په هغه ډول چې لازمه ده د ګرځندوی لپاره کار نه دی شوی.
باوري زیاتوي چې، ناامني، ترانسپورت، د ویزو اسانتیا او په تاریخي او طبیعي سیمو کې د استوګنې لپاره د مناسب چاپېریال نشتون، هغه خنډونه دي چې د داخلي او بهرنیو سیلانیانو مخه یې نیولې ده.
د راپورنو له مخې دا مهال په منځني ډول په نړۍ کې د سیلانیانو شمېر یو اعشاریه دوه میلیاردو ته رسېږي چې هېوادونو ته یې عاید تر زرو میلیاردو ډالرو اوړي.
پای/وصال
1 3 دقیقې لوستل