کابل / د وري ۱۹مه / باختر
د پکتیا د ولایتي ادارې مسوولین وايي چې وسله وال طالبان دې د جګړې پر ځای له افغان دولت سره په بیا رغونه کې سیالي وکړي.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ دغه څرګندونې د پکتیا والي محمد حلیم فدايي په دغه ولایت کې د سپاهي خېلو لومړني ښوونځي د ودانۍ د پرانېستې په مراسمو کې کړې دي.
د سپاهي خېلو ښوونځي ودانۍ د هندوستان په مالي ملاتړ د نږدې ۱۷ میلیونو افغانیو په لګښت رغول شوې ده.
فدايي پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې له جنګ لاس واخلي او له افغان دولت سره د پلونو، روغتونونو، ښوونځیو او سړکونو په جوړولو کې سیالي وکړي.
پای/وصال
1 د یوې دقیقې څخه لږ