چارواکي: سږ کال به په ننګرهار کې د شاتو له فارمونو ٥٠٠ ټنه شات توليد شي
– کابل/ دبرګولي ١/ باختر
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رياست د معلوماتو له مخې؛ ننګرهار د شاتو د توليد٦٠٠ فارمونه لري چې سږ کال به له دغو فارمونو څخه له ٥٠٠ ټنو زيات شات توليد کړي.
د سرچېنې د معلوماتو له مخې؛ په لومړي ځل يوولس کاله وړاندې په ننګرهار کې د شاتو ٧٠ توليدي فارمونه جوړ شول چې د ښې پاملرنې او تقاضا له امله يې اوس شمېر٦٠٠ ټنوته رسېدلى او په کې د ٥٠ ميرمنو په ګډون ١٨٠٠ کسان په کار بوخت دي.
ياد رياست په داسې حال کې د شاتو د توليد د زياتوالي ادعا کوي چې د شاتو کاروباريان وايي دلته يې د کار د پياوړتيا او ودې لپاره هيڅ ډول امکانات نشته؛ خو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي چې د ستونزو د حل په موخه يې جدې هڅې پيل کړي دي.
پاى \ وصال