ترينکوټ باختر د غويي د مياشتې ١٤ مه
د روزګان ولایت سیمه یېز چارواکي وايي: په دغه ولایت کې د نصرت په نامه په پیل شويو عملیاتو کې يې د وسله والوطالبانو ملا ماته کړې او ګڼ شمېر سیمې يې
د مخالفانو له شتون څخه پاکې کړي دي.
په روزګان کې د ملې اردو د څلورمي پلې لوا قوماندان ډکروال رحمت شاه
قیمتي د باختراژانس سيمه يېز خبريال ته وویل چې، له تېرو ٢٥ ورځو راهيسې ګډو افغان ځواکونو د مرکز ترينکوټ ښار په ګډون د خاص روزګان او چورې په ولسواليو کې ځمکني او هوايي عمليات ترسره کړي دي.
قيمتي زياته کړه چې؛ د دغو عملیاتو پرمهال د وسله والوطالبانو د یوشمېر مهمو
قوماندانو په ګډون ۲۵۰ تنو وسله والوطالبانو او۱۰ تنو افغان سرتېرو ته مرګه ژوبله
اوښتې، خو دا يې ونه ویل چې څومره مړه اوڅومره ټپیان دي.
سرچينه زياتوي چې؛ په سیمو کې د طالبانو له لوري ګڼ شمېر ښخ کړل شويو
ماینونو د دوی د عملیاتو د چټک پرمختګ مخه نیولې.
هغه وايي یواځې يې په تیرو ۱۰ ورځو کې ۳۰۰ بېلابېل ډول ماینونونه
چې د وسله والوطالبانو له لوري په کليو اوبانډو کې ښخ کړل شوي و،کشف او شنډ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې وسله والوطالبانو هم دالخندق په
نامه عملیات پیل کړي چې افغان پوځ يې یواځې تبلیغات یادوي.پاى_ وصال
0 1 دقیقه لوستل