خبرونهنړۍ

چابهار کې د هند او ایران همکاري؛ واشنګټن نوې ډیلي ته خبرداری ورکړی

نړۍ، د غوايي ۲۵مه، بهرنۍ رسنۍ

وروسته ترهغې چې هند له ایران سره د چابهار بندر د پراختیا په برخه کې د پانګونې لس کلن تړون لاسلیک کړ، واشنګټن خبرداری ورکړی، چې د هند دغه پرېکړه به بدې پایلې له ځان سره ولري.

د سپینې ماڼۍ مرستیال ویاند ودانټ پټېل په ځایي وخت پرون دوشنبې واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، چې پر تهران د واشنګټن بندیزونه په خپل ځای دي، خو هند باید پوه شي، چې دغه ډول کړنې یې پر وړاندې د امریکا د بندیزونو لګولو خطر لوړولی شي.

 د ۳۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت دغه تړون د هند د بندرونو او کیښتۍ چلونې د وزیر سارباناندا سونوال او د ایران د لارو او ښارجوړونې د وزیر مهرداد بذرپاش ترمنځ پرون دوشنبې ایران کې لاسلیک شوه.

دواړو لوریو دغه ټړون مهم بللی او اصلي هدف یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد کې اسانتیا رامنځته کول او په دغې برخه کې چټکتیا په ګوته شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته