څيړنوال محمد مير راد د ايکوجايزه وګټله
کابل باختردتلي ديرشمه
دافغانستان دعلومو اکادمي علمي غړى او دفرهنګي او دبهرنيو اړيکو رييس څيړنوال محمد مير راد په ٢٠١٢ کال کې د ايکو جايزه وګټله .
دافغانستان دعلومو اکادمى يوه خبرځاى باختر اژانس ته وويل: د څيړنوال محمد مير راد د ايکو د جايزې دانتخاب دکميټې له پريکړې سره سم، د ټولنيزو علومو په ساحه کې دجايزې ګټوونکى وبلل شو .
د ايکو جايزه داقتصادي همکاري ايکو دهيوادونو دمشرانو په دولسمه غونډه کې چې د اذربايجان په مرکز باکوښار کې جوړه شوې وه؛ د اذربايجان دجمهور رييس له خوا دجايزې په ګټوونکو وويشل شوې .
د ايکو دلسو غړو هيوادونو له جملې څخه اتو غړو يې په ٢٠١٢ کال کې دعلومو په بيلابيلو ساحوکې د ايکوجايزه وګټله .
دافغانستان، اذربايجان ، ايران ، قزاقستان ، قرغزستان ، پاکستان ، تاجکستان او دترکيې هيوادونه دجايزې ګټوونکي وبلل شول .
د ايکو داقتصادي همکاري په سازمان کې په بيلابيلو برخوکې موسسې اومرکزونه غړيتوب لري او په اسلام اباد کې علمي برخه ، په انقره کې دښوونې اوروزني برخه، په تهران کې فرهنګي برخه ، په تهران کې دسوداګرۍ او صنايعو برخه، په استانبول کې دبانک، سوداګرۍ او د پرمختيايي بانک برخه ، په تهران کې دبيمې جتمع ، په انقره کې دمشورې او انجنيري او د کرنې ټولنه ، په کراچي کې دبيمې دنوى کولو کمپني او په مشهد کې دطبيعي پيښو دخطرونو دمخنيوي سيمه ييز مرکز فعاليت کوي .