څو هيوادونه يوځل بيا د افغانستان د سولې له بهير سره خپل ملاتړ اعلام کړ

کابل /دمرغومي ٢٠مه /باختر
د هېواد د بهرنيوچارو وزارت وايي چې هند، اندونيزيا،استراليا او ناروې يوځل بيا د افغانستان د سولې له بهير سره په هراړخيز ډول ملاتړ اعلام کړ.
باختراژانس د بهرنيوچارو وزارت د اعلاميې له مخې خبر راکړ. د هند،اندونيزيا، استراليا او ناروې د بهرنيوچارو وزيرانو د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير محمد حنيف اتمر سره په يوه ويديويي غونډه کې د سولې په بهير کې د افغانستان د دريځ ملاتړ وکړ.
د دغو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان د سولې په بهير کې د اسلامي هېوادونو رول مهم وباله .
دغه راز د څلورو هېوادونو د بهرنيوچارو وزيرانو په قطر کې د سولې د خبرو د دويم پړاو د پيل ملاتړوکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي جمهوريت مرکچي هيئت قطرته تللي دي او ټاکل شوې ده د سولې د خبرو دويمه دوره د طالبانوله هيئت سره پيل کړي.
ټاکل شوې ده د خبرو د اصلي اجندا په اړه خبرې نن په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د طالبانو د استازو ترمنځ پيل شي .
ختم_ ج_ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته