امنیت

څو تنه په هرات کې داداري فساد په تور ونيول شول .

کابل باختر د تلي اتلسمه :
دتيرې يوې اوونۍ په بهير کې څه ناڅه شپږ تنه دولتي کارکوونکي او عادي افراد په هرات ولايت کې داداري فساد په تور ونيول شول .
  دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد  باختراژانس ته وويل  دغه کسان دښاروالۍ او ترانسپورت  درياستونو  کارکوونکي او دغه راز دخوراکي توکو درې تنه واردونکي دي  چې دملي امنيت درياست  دکارکوونکو  داوپراتيفي کار په نتيجه کې ونيول شول .
ددولتي ادارو په دغو کارکوونکو په عامه شتمنيو دمزو چړچو او اداري فساد تور او دخوراکي توکوپه واردونکو له ګمرکي محصول څخه  دتيښتې تور لګول شوى دى .
  دغه راز  درېو تنو هټيوالوچې له راجستر پرته  دسيمکارتونو په پلورنې اقدام کول هم  دملي امنيت  درياست دکارکوونکو له خوا نيول شوي او ترپوښتنې لاندې دي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته